توشه خانه ريفرنس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د فرد جرم کاروائي نه ده شوې
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: توشه خانه ريفرنس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د فرد جرم کاروائي نه ده شوې۔
د اسلام آباد د ضلعي او سيشن عدالتونو جج ظفر اقبال د عمران خان په ضد د کيس سماعت کوي په کومه کښي چي د پي ټي آئي چيئرمين څلور وکيلانو عدالت کښي خپل قانوني نمائندګي جمع کړي ده۔
د اورېدنې په پېل کې د عمران خان لخوا د طبي بنيادونو له وجې د حاضرۍ نه د استثنٰي درخواست جمع کړے شو چې په دې اړه قاضي پوښتنه وکړه چې ايا اسناد جمع شوي دي؟ په دې اړه د عمران خان وکيل ګوهر علي خان وويل چې د عمران خان ضمانت پرون د مچلغو له خوا جمع شو.
عدالت وويل که چرې دغه شان حاضري څخه داستثنيٰ درخواست جاري وي نو فرد جرم به څنګه لگول کيږي؟
د عمران خان وکيل علي بخاري اعتراض وکړ چې موږ ته تصديق شوي کاپيونه نه دي ورکړل شوي، د واټساپ اسکرين شاټونه نه دي ورکړل شوي او د اليکشن کميشن وکيل وويل چې د پي ټي ائي وکيلانو ته مو تصديق شوې کاپيونه عدالت ته وړاندې کړي دي.
قاضي د ټولو ثبوتونو تصديق شوې کاپې عدالت او پي ټي ائي ته وړاندې کولو هدايات وکړو چې په دې اړه د اليکشن کميشن وکيل وويل نن به د شکايتونو تصديق شوې کاپيونه او ثبوتونه ورکوي.
د استثنیٰ په درخواست باندې د الیکشن کمیشن وکیل وویل چې عمران خان ولې تر اوسه عدالت ته نه دی راغلی؟ موږ لیدلي چې عمران خان په کانټینرونو کې نڅا کوي.
د عمران خان وکيل د الېکشن کمېشن د وکيل په بيان ناخوښي څرګنده کړې او وئيلي يې دي چې داسې بيانونه دې نه شي ورکولې چې د ملزم د کار کولو جوګه وي .
قاضي پوښتنه وکړه چې کومه نېټه راته ووايه چې عمران خان به کله عدالت ته راځي؟ په دې اړه د هغه وکیل وویل چې که د عمران خان روغتیا اجازه ورکړي نو دی به راشي.
عدالت د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ د درخواست په اړه خپله فیصله محفوظ کړې وه چې څه موده پس ئي د هغه درخواست واورید او ومنل شو.