د لاهور هائي کورټ د 150 ملیون روپو څخه ډیر عاید لرونکي بډایه کارپوریشنونو په منافعو باندې د سوپر ټیکس لګولو په ضد د مالیاتي قانون 2022 لاندې د پارلیمنټ لخوا دائره شوې درخواست رد کړ

0
73

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د 150 ملیون روپو څخه ډیر عاید لرونکي بډایه کارپوریشنونو په منافعو باندې د سوپر ټیکس لګولو په ضد د مالیاتي قانون 2022 لاندې د پارلیمنټ لخوا دائره شوې درخواست رد کړ.

عدالت په یوه هفته کې د ریکوری کولو امر هم کړی دی چې پکښې حکومت ته سږ کال د ۸۰ اربه روپو د عاید توقع ده.

په دې اړه د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وويل سپريم کورټ د ايف بي آر په درخواستونو نن حکم ورکړے دے، عدالت په اوو ورځو کښې دننه د سپر ټېکس د ادا کولو حکم ورکړے دے۔

مريم اورنګزېب وويل عدالت د سوپر ټېکس 50 فيصده د ادا کولو امر کړی دی، پارليمنټ د 150 ملينه روپو نه زيات آمدن لرونکو کارپوريشنونو باندې سپر ټېکس لګولی ؤ.

وفاقي وزير ووئيل پارليمنټ د فنانس ايكټ 2022 لاندې سپر ټېكس لګولې وو خو لاهور هائي كورټ د عبوري حكم په ذريعه د سپر ټېكس نافذول بند كړې وو۔

Leave a reply