د وزيراعظم شهباز شريف په هداياتو د امدادي سامان وړونکې خصوصي الوتکه ترکيې ته روانه شوې ده

0
182

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په هداياتو د امدادي سامان وړونکې خصوصي الوتکه ترکيې ته روانه شوې ده۔

C-130 الوتکه به د پوځ د لټون او ژغورنې ډله زلزله ځپلو سیمو ته ورسوي.

د PIA الوتکه به نن سهار 50 تنه او 15 ټنه مالونه ترکیې ته ورسوي. د ژغورنې په ډله کې به د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي شامل وي.

له لاهور څخه به C-130 الوتکه له ۷ ټنه امدادي توکو سره نن استانبول ته روانه شي. په مرستو کې خیمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.

د فبرورۍ له اتمې به د پي آی اې د ورځني پروازونو له لارې له اسلام اباد او لاهور څخه ترکیې او سوریې ته امدادي توکي ولېږل شي.

د روغتیا وزارت او د اردو طبي ټیمونه به ترکیې او سوریې ته واستول شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه په ترکيه او سوريه کې سخته زلزله شوې او د ۷.۹ درجې د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانۍ نړېدلې، چې له امله يې د مړو شمېر له ۲۷۰۰ اوښتی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۶۵۱ تنو ته رسیدلی او ۹۷۳۳ تنه ټپیان شوي او ۳۴۷۱ ودانۍ ویجاړې شوي دي.

Leave a reply