د پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف جسد لېږدوونکې ځانګړې الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر ته رسېدلې ده

0
215

باغی ټی وی رپورټ
د پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف جسد لېږدوونکې ځانګړې الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) سرچینې وايي چې د پرویز مشرف پاسپورټ او نور اسناد د مهاجرت افسر ساتلي وو.

دسرچينو له مخې دغه سفري اسناد به د ايف آئي اے سره پاتې شي.

د ایف آی اې سرچینې وايي چې د پرویز مشرف سفري اسناد د حکیم بادشاه په نوم یو کس ایف آی اې ته سپارلي دي، د پرویز مشرف د پاسپورټ موده د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پنځمه پای ته رسېدلې وه.

ياده دې وي چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف له اوږدې ناروغۍ وروسته د يکشنبې په ورځ د دوبۍ په امريکايي روغتون کې د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.

د دوشنبې په شپه د پرویز مشرف جسد لېږدونکې الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر په زاړه ټرمینل کې ښکته شوه، چې له دوبۍ څخه د راغلې الوتکې د کال نښه MLM 567 وه.

په ځانګړې الوتکه کې د پخواني ولسمشر مېرمن صهبا مشرف، زوی بلال مشرف او لور یې هم ورسره وه.

د پخواني ولسمشر د جنازې لمونځ به نن ماسپښين 1:45 بجې کراچۍ کې ادا کېږي، د هغه جنازه به پولو ګراونډ، ملير کېنټ کې ادا کېږي.

Leave a reply