د حیدر آباد سکهر موټروې په مټاری سیکشن کرپشن کیس کښې د غبن شوې دوه اربه روپو نه د یو ارب روپو او ۹۷ کروړه روپو نغدې روپۍ برآمد شوې دي

0
147

باغی ټی وی رپورټ

د حیدر آباد سکهر موټروې په مټاری سیکشن کرپشن کیس کښې د غبن شوې دوه اربه روپو نه د یو ارب روپو او ۹۷ کروړه روپو نغدې روپۍ برآمد شوې دي.

د قامي احتساب بیورو (نیب) چارواکو وینا ده چې د نیول شوي ملزم عاشق حسین کلیري نه د برآمد مجموعي رقم 976 کروړه روپو ته رسیدلي دي، ملزم په ګرانه سوسائټي کې په یوه ورځ کې 14 ولازې اخیستې وې. تورن کسان ګران بیه موټرونه هم اخیستي دي.

د نيب چارواکو تفصيلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړ، احتساب عدالت عاشق کليري په څوارلس ورځني ريمانډ جېل ته ولېږه.

د مٹیاري موټروے فنډز کښې د دوه اربه روپو کرپشن په الزام کښې ګرفتار شوي پخواني ډپټي کمشنر مٽياري عدنان رشيد، د سعيد آباد پخوانې اسسټنټ کمشنر منصور علي عباسي، د ايريا بينک پخوانې منيجر تابش علي شاه او عاشق کليري هم احتساب عدالت کښې وړاندې کړے شول۔ .

د نیب چارواکو وینا ده چې د سیاسي شخصیتونو تورنو کسانو د کراچۍ او نوابشاه په پاش سیمو کې د یو ارب روپو نه زیات ولا، بنګلې او موټرونه اخیستي دي. ټول جایدادونه د زورواکو له خوا اخیستل شوي دي.

عدالت د قومي اسمبلۍ د غړي مخدوم جميل الزمان کوآرډينيټر اسلم پيرزاده د ضمانت درخواست رد کړی او هغه يې د ۱۴ ورځو په ريمانډ زندان ته لېږلی دی.

Leave a reply