د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې که اليکشن کميشن په دوه ورځو کښې د کراچۍ د ١١ يونين کونسلونو د انتخاباتو شيډول اعلان نه کړو نو احتجاج به کوي

0
104

باغی ټی وی رپورټ

د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې که اليکشن کميشن په دوه ورځو کښې د کراچۍ د ١١ يونين کونسلونو د انتخاباتو شيډول اعلان نه کړو نو احتجاج به کوي.

د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې د مخصوص سيټونو، ميئر او د ټولو يونين کميټو په اړه دې فيصله زر تر زره وشي، اليکشن کمشنر د سنده حکومت يوه وسيله ګرځېدلې ده۔

د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي چې د حلقه بندۍ په بنياد د انتخاباتو نه تېښته نه غواړي، دا مهال ښاريان د ګيس او بجلۍ بحران نه اندېښمن دي او صنعتونه ټول بند دی.

Leave a reply