د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د تحريک انصاف پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخابات د جيل ډکولو تحریک سره مشروط کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د تحريک انصاف پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخابات د جيل ډکولو تحریک سره مشروط کړي دي
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په يو وېډيويي بيان کښې وئيلي دي چې له کله نه چې وارداتي حکومت راغلے دے د آئين او قانون خلاف ورزي روانه ده، حالات دا دي چې پوليس او رياست د عدالتونو حکم هم نه اوري.
وفاقي حکومت هم د اسلام آباد د بلدياتي انتخاباتو نه تېښته کوي ده وويل چې اساسي قانون زموږ اساسي حقونه ساتي، حالات داسې دي چې خلک نيول کېږي او ځورول کېږي، يوازې د يو ټويټ له امله خلک شکنجه کېږي، عدالت د شيخ رشيد ضمانت ورکوي خو بيا يې هم هغه پورته کوي، عدالت د وړاندې کولو امر وکړ. فواد چوهدري دوی اسلام اباد ته بوتلل.
عمران خان وويل د مئ په ٢٥مه زمونږ پرامن احتجاج ظلم شوى، په آئين اؤ قانون د ولس باور پورته کيږي، مونږ ٢ اسمبلۍ ځکه منحل کړې چې هيواد په بې ثباتۍ سره مخ دى، ٢٥ ورځې تيري شوي دي تر اوسه کومه نيټه نۀ ده ورکړل شوې. د ټاکنو لپاره د نیټې نه ټاکل له اساسي قانون څخه مستقیمه سرغړونه ده.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل که د پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخابات ۹۰ ورځې نور هم وغځول شي نو جيل بهرو تحريک شروع کړي او په ضد به يې شپږم آرټيکل لګولې شي۔
ده ووئيل چې د آئين د حاكميت او د قانون د بالادستي لپاره د جيل بهار تحريك كومه پرېكړه ده٬ د نظريه ضرورت په لور روانېدل به تباه وي٬ پاكستان كښې ستونزې د جسټس منير د نظريه ضرورت له پرېكړې سره پېل شوې۔
چا چې په زندانونو کې فساد کړی، هغوی ته یې اسانتیاوې نه دي ورکړي، د هغوی لاسپوڅو ته ویل شوي چې که د سازش له لارې حکومت نسکور کړي، نو حالات به نه سمبالوي، زه مزدورانو او ولس ته هم وایم، داسې نه ده. رښتیني سیاست، د ازادۍ جګړه ده، رضاکاران ځانونه راجستر کوي، زه به هغه نیټه درکوم چې دوی د جیل بهرو غورځنګ پیلوي.






