د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د جنازې لمونځ او تدفین به سبا په کراچۍ کې کېږي

0
121

باغی ټی وی رپورټ
د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د جنازې لمونځ او تدفین به سبا په کراچۍ کې کېږي.

د پخواني ولسمشر پروېز مشرف جسد ته غسل ​​ورکړل شو او هوايي ډګر ته ولېږدول شو.

د هغه جسد د دوبۍ په سوناپور کې غسل ورکړل شو.

د پخواني ولسمشر جسد به نن ماښام له دوبۍ څخه کراچۍ ته په ځانګړې الوتکه کې ولېږدول شي، چې د پخواني ولسمشر مېرمن صبا مشرف، صاحبزاده بلال مشرف او صاحبزادي به هم ورسره وي.

د زرائعو ترمخه د پخواني صدر د جنازې لمونځ به سبا د ماسپښين 1:45 بجې په کراچۍ کښې ادا کيږي او د جنازې لمونځ به پولو ګراونډ ملير کينټ کښې ادا کولے شي۔

ياده دي وي چي پخوانى صدر جنرل (ر) پرويز مشرف تيره ورځ په دوبئ کښي مړ شو۔ نوموړی له ډېرې مودې راهیسې د دوبۍ په امریکايي روغتون کې تر درملنې لاندې و.

Leave a reply