ترکیه او سوریا کښې زلزله،د مړو.شمیره 2300 څخه زیاته شوې
باغی ټی وی رپورټ
په ترکیه او سوریه کې د ریکټر په کچه د ۷.۸ درجې زلزلې سخته زلزله، د شپې ناوخته زلزلې خلکو ته د تیښتې موقع نه ده ورکړې، لوړې ودانۍ په شېبو کې د خټو کندې ته ولوېدې او د څو ساعتونو لپاره د ۵۰ څخه د زیاتو زلزلو لړۍ روانه وه. په دواړو هېوادونو کې د مړو شمېر له ۲۳۰۰ واوښت. د زلزلې شدت دومره لوی وو چې د ګرینلینډ او ډنمارک په څیر احساس شوی.
په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۴۹۸ تنو ته رسیدلی او په زرګونو تنه ټپیان شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په ترکیه کې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر لا نه شي اټکل کېدای.
هغه وويل چې تر اوسه پورې ٤٥ هېوادونو د لټون او ژغورنې په عملياتو کې د مرستې وړانديز کړى، چې د ١٩٣٩ کال له زلزلې وروسته تر ټولو ستر ناورين دى.
د بله پلوه په سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۸۱۰ تنو ته رسیدلی او په سلګونو تنه ټپیان شوي دي.
د زلزلې وخت او شدت
د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې زلزله په ځايي وخت د سهار په ۴:۱۷ بجو هغه مهال وشوه چې خلک په خوب ویده وو.
د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې د زلزلې شدت ۷.۹ درجې ثبت شوی، د زلزلې مرکز د ترکیې په جنوب کې د غازي انتاپ ولایت په نردګي سیمه کې و او د زلزلې ژوروالی ۱۷.۹ کیلومتره و. د دغه ولایت نفوس شاوخوا دوه میلیونه دی او دغه ولایت سوریې ته نږدې دی، چې له امله یې په سوریه کې هم په پراخه کچه ویجاړی شوی دی.
د ترکي رسنیو په وینا د زلزلې زورور ټکانونه د یوې دقیقې لپاره احساس شوي، د ټکانونو له امله خلک واټونو ته راووتل.