وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ټيليفون وكړو او د زلزلې له امله په شوې تباهۍ يې د زړه له كومي خواشيني څرګنده كړې ده

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ټيليفون وكړو او د زلزلې له امله په شوې تباهۍ يې د زړه له كومي خواشيني څرګنده كړه۔
د ترکيې لومړي وزير له جمهور رئيس سره په خبرو کې وويل، چې د زلزلې له امله د قيمتي انساني ژوند په ضايع کېدو ژور خپګان لري او د ټپيانو له کورنيو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي.
شهبازشريف وئيلي دي چې د مشکل په دې وخت کې پاکستان د خپل ورور ترکيې او خلکو سره دی او د زلزلې د ناخوالو سره په مقابله کې به د ترکيې د حکومت او خلکو سره پوره همکاري کوي.
شهبازشريف وئيلي دي چې د موسمي بدلون ناورين مخ په زياتېدو دی، قدرتي آفات او موسمي آفتونه په هيڅ پولې، سيمې او خاص قوم پورې محدود نه دي.
د پاکستان وزیراعظم په زلزله کښې د مړو شویو کسانو د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه.
د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د وزيراعظم شهباز شريف د ټليفون او ملاتړ مننه وكړه او وې ويل چې ستاسو او د پاكستان د اولس د جذباتو قدر كوي۔
د یادولو وړ ده چې نن سهار په ترکیه او سوریه کې د ۷.۸ درجې زلزلې په پایله کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.






