اسلام آباد کښې د ساره انعام وژنه ،عدالت په ملزم شاهنواز امير باندې فرد جرم لګولې خو ملزم د جرم نه انکار کړېدے

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد ځايي محکمې د سارا انعام د وژنې اصلي تورن شاهنواز امیر د وسلو د ترلاسه کولو په قضیه کې تورن کړ.
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو د ساره انعام د قتل اصلي ملزم شاهنواز عامر نه د وسلو برآمد کولو کيس سماعت کړے دے۔
د مقدمې اورېدنه سينئر سول جج محمد عاطف جميل کړې ده۔
عدالت په ملزم شاهنواز امير باندې فرد جرم لګولې خو ملزم د جرم نه انکار کړېدے
عدالت امر کړی چې د شاهنواز امیر څخه د وسلو د ترلاسه کولو د مقدمې اورېدنه به د فرورۍ په 20مه نېټه پېل کړی شي.
ياده دي وي چي د ساره انعام قتل کيس کښي ملزم شاهنواز امير نه د وسلو برآمد کولو مقدمه درج کړے شوي ده۔
ياده دې وي چې د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په ۲۳مه د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د سينئر خبريال اياز امير زوی شاهنواز امير خپله مېرمن سارا د اوسپنې په راډ وهلې وه.






