د اسلام آباد هائي کورټ په ټول ملک کښې د شيخ رشيد خلاف د مقدمې درج کول بند کړل

باغي ټي وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ په ټول ملک کښې د شيخ رشيد خلاف د مقدمې درج کول بند کړل۔
د اسلام اباد هائي کورټ حکم جاري کړی دی چې د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد په ضد دې نوره ايف آئي آر درج نه کړے شي لکه څنګه چې په اسلام آباد کښې درج شوې وو۔
د اسلام اباد هائي کورټ جج جسټس طارق محمود جهانګيري د نن اورېدنې لپاره ليکلي حکم جاري کړی دی.
حکم کې وئيل شوي چې دشيخ رشيد په ضد به په اسلام اباد کې په هاغه تور کې کومه ايف آئي آر درج نۀ کړل شي، په دغه تور کې دشيخ رشيد په ضد نوې ايف آئي آر به دعدالتي منظورۍ سره سم وي، په سندهـ اؤ بلوچستان کې درج شوي مقدمې معطل کړل شوي دي. شیخ رشید
عدالت ویلي چې د شیخ رشید د درخواست په اړه حکم به د فرورۍ تر ۱۶مې نیټې راتلونکې اوریدنې پورې پاتې وي.
اسلام آباد هائي کورټ د کيمري او لسبيله کيسونو کښې مدعيانو ته هم نوټس جاري کړے دے۔
د مقدمې نوره اورېدنه به د فرورۍ په نهمه نېټه کېږي.






