اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د زلزله له امله غمشریکي ښودلې او تسلیتي پیغام یې نشر کړی.

0
193

اسلامي امارت په ترکیه او سوریه کې د زلزله له امله غمشریکي ښودلې او تسلیتي پیغام یې نشر کړی.

6 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ډېر مالي زیان یې هم اړولی، له خپلو مسلمانو وروڼو هیوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او حکومت په استازیتوب ژوره غمشریکي ښيي.

 

د دغې دردوونکې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلي او کاملي روغتیا دعا كوو.

 

اسلامي امارت په دې درد او غم کي له خپلو مسلمانو وروڼو او خويندو سره ځان شریک بولي او پر اسلامي هيوادونو او نړيوالو مرستندویه ادارو غږ کوو چې د دغې زلزلې لـه قربانيانو سره د انساني خواخوږۍ له مخې پر وخت مرستې ته ودانگي.

د راپورونو له مخې نن سهار ۴ بجې په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې.

اړوند موضوعات

د سندهـ کابینې د ترکیې زلزله ځپلو ته د یو لک خیمو ورکولو منظوري ورکړه

راپورونه وایي چې د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزلې په ترکیه کې نیږدې ۹۰۰ تنه وژلي او شاوخوا ۱۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي او همدا راز په سوریه کې یې هم تر ۶۰۰ تنو پورې وژلي او سلگونه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

حماد

Leave a reply