له دوبۍ څخه پاکستان ته د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د جسد لېږدول ځنډول شوي دي،مړې به ی 7 بجې راورسی

باغي ټی وی رپورټ
له دوبۍ څخه پاکستان ته د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د جسد لېږدول ځنډول شوي دي،مړې به ی 7 بجې راورسی
د ډیپلوماټیکو چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې د پخواني ولسمشر مړی وړونکې ځانګړې الوتکه د شپې په اوو بجو پاکستان ته ورسیږي.
سرچينې وايي چې د پخواني ولسمشر مېرمن صبا مشرف، زوى بلال مشرف او لور به هم ورسره راځي.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې پرويز مشرف به نن سهار 11 بجې د ميت المکتوم هوايي ډګر څخه روان شي.
له بلې خوا پاکستان ته د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د مړي لېږدولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی دی.
د سفارتي چارواکو په وینا د دوبۍ کونسلګرۍ د مړي د انتقال لپاره این او سي جاري کړی او پاسپورټ یې منسوخ کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پخواني ولسمشر جنازه به په کراچۍ کې ترسره شي






