د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري وايي، که ورته د ترهګرۍ په اړه د ټول ګوندیز کنفرانس (APC) رسمي بلنه ورکړل شي، نو په کنفرانس کې به د ګډون په اړه مشوره وکړي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري وايي، که ورته د ترهګرۍ په اړه د ټول ګوندیز کنفرانس (APC) رسمي بلنه ورکړل شي، نو په کنفرانس کې به د ګډون په اړه مشوره وکړي.
په يو بيان کې فواد چوهدري وئيلي دي چې شهباز شريف تحريک انصاف ته د ميډيا په اړه د ترهه ګرۍ په اړه په آل پارټيز کانفرنس کښې د ګډون بلنه ورکړې ده۔
فواد چوهدري وويل تحريک انصاف ته تر دې مهاله په دې لړ کې کوم بلنه نۀ ده ترلاسه شوې، که رسمي بلنه ترلاسه شي نو په دغه کانفرنس کې دګډون په اړه به مشوره کوي.