د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د زلزلې له امله په رامنځته شویو زیانونو خپله خواخوږي څرګنده کړه
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د زلزلې له امله په رامنځته شویو زیانونو خپله خواخوږي څرګنده کړه.
اولس مشر عارف علوي په تركيه او شام كښې د زلزلې له امله په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې د غم په دې وخت كښې د پاكستان اولس او زما خواخوږي د تركيې او شام سره ده۔
وزيراعظم شهباز شريف د تركيې حكومت او اولس سره د قيمتي ځاني زيانونو له امله خواشيني څرګنده كړې ده۔
وزيراعظم ووئيل چې په سخت وخت كښې د تركيې د حكومت او خلكو سره دى، پاكستان به د خپل ورور ولس او حكومت سره په هره ممکنه توګه مرسته كوي، تركيې په هر مشکل كښې د پاكستان ملاتړ كړې۔
وزيراعظم شهباز شريف هم د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ټيليفون وكړو او د زلزلې له وجې په شوې تباهۍ يې د افسوس څرګندونه وكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د قيمتي انساني جانونو په زيان د افسوس څرګندونه کوي، پاکستان د مصيبت په دې وخت کښې د خپل ترکي ورور ترڅنګ دے، پاکستان به د زلزلې له زيانونو سره د مقابلې لپاره د ترکيې حکومت او ولس سره بشپړه همکاري کوي.