ترکیه او سوریه د یوې قوي زلزلې له امله ولړزول شول، د ریښتر په کچه د ۷.۹ درجې یوې زلزلې چې ګڼې ودانۍ یې ونړولې، چې له امله یې د مړو شمېر تر ۱۴۰۰ واوښت

0
189

باغي ټی وی رپورټ
ترکیه او سوریه د یوې قوي زلزلې له امله ولړزول شول، د ریښتر په کچه د ۷.۹ درجې یوې زلزلې چې ګڼې ودانۍ یې ونړولې، چې له امله یې د مړو شمېر تر ۱۴۰۰ واوښت.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې د زلزلې شدت ۷.۹ درجې ثبت شوی، د زلزلې مرکز د ترکیې په جنوب کې د غازي انتاپ ولایت په نردګي سیمه کې و او د زلزلې ژوروالی ۱۷.۹ کیلومتره و.

د ترکي رسنیو په وینا د زلزلې زورور ټکانونه د یوې دقیقې لپاره احساس شوي، د ټکانونو له امله خلک واټونو ته راووتل.

د زلزلې ټکانونه په قبرس، یونان، سوریه، اردن، لبنان او فلسطین کې هم محسوس شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزلې له امله د مړو شمیر ۹۱۲ تنو ته رسیدلی دی.

د ترکيې ولسمشر وايي، په ترکيه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۱۲ ته رسېدلی او ۵ زره ۳۸۳ نور ټپيان دي، تر اوسه د زلزلې له امله د مړو شمېر څومره زياتېږي، اټکل نه دی شوی.

هغه وویل چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې ۴۵ هیوادونو د مرستې وړاندیز کړی چې د ۱۹۳۹ کال له زلزلې وروسته تر ټولو ستر ناورین دی.

د ترکیې ولسمشر په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ د دې تر څنګ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په هېواد کې تر سختې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د زلزلې له امله زيانمن شويو ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او ويې ويل چې هيله لري ژر تر ژره له دغه ناورين څخه د وتلو او لږ زيان سره مخ شي.

د ترکیې د ولسمشر د مرستیال په وینا له زلزلې وروسته د غازي انتاپ او حاتای هوايي ډګرونو ملکي الوتنې ځنډول شوې دي.

د تركيې د ميډيا له مخې د زلزلې له امله د تركيې په حتاي ولايت كښې د طبيعي ګازو په يوه پايپ لاين كښې اور لګېدنه رامخې ته شوې ده او په حاتائي كښې د طبيعي ګاز رسول د احتياطي تدابير په توګه بند كړې شوي دي۔

د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، له زلزلې وروسته ۷۸ ټکانونه احساس شوي او لږ تر لږه ۱۷۱۰ ودانۍ نړېدلې دي.

ترکي چارواکي وايي، په ځپل شویو سیمو کې ۲۷۸۶ مرستندویه ډلې په مرستو بوختې دي.

ترکي رسنۍ وايي، چې له اذربایجان څخه ۳۷۰ تنه د لټون او ژغورنې کارکونکي ترکیې ته رسېدلي، په داسې حال کې چې امریکا هم ترکیې ته د هر ډول ممکنه مرستې وړاندیز کړی او ویلي یې دي، چې امریکا له ترکیې سره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

زلزلې سوریه هم ویجاړه کړه د اې ايف پي په وينا، زلزلې په سوريه کې هم سخته تباهي رامنځته کړې، چې پکې د ودانيو د نړېدو له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د سوریې د چارواکو په وینا د زلزلې ټکانونه د سوریې په حما، حلب او لاذقیه ولایتونو کې محسوس شوي، د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۲۶ ته رسېدلی او تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

بل خوا په سوریه کې د مرستندویه ډلو په وینا، د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د زلزلې له امله ۲۳۴ کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۶۰ ته رسېدلی او په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳۸۵ ته رسېدلی دی.

Leave a reply