اسلام اباد هائي کورټ په کراچۍ او حب کې درج مقدمو کې د شیخ رشید خلاف کارروائي ودروله

0
175

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ په کراچۍ او حب کې درج مقدمو کې د شیخ رشید خلاف کارروائي ودروله

جسټس طارق محمود جهانګيري د اسلام آباد هائي کورټ کښې د شيخ رشيد د درخواستونو اورېدنه وکړه۔

د شيخ رشيد وکيل وويل چې عدالت د ابپاره پوليس سټيشن د سمن په اړه نور کارروائي ځنډولې وه خو پوليسو په همغه درخواست مقدمه درج کړې وه او ګرفتار يې کړی ؤ.په کراچۍ کې يو بل ايف آئي آر درج کړی شوی ؤ کله چې شيخ رشيد د پوليس په حراست کې ؤ.

جسټس طارق محمود جهانګیري وویل چې د بیان ځای پولي کلینک هسپتال دی نو په کراچۍ کې کیس څنګه درج شو؟

سپريم کورټ د کراچۍ په موچکو سيمه او د بلوچستان حب سيمه کې د شيخ رشيد په ضد درج مقدمو کې بار کونسلز، اټارني جنرل او اډووکېټ جنرل ته هم نوټس جاري کړی او هغوي ته يې د کارروايۍ څخه منع کړي دي.

عدالت پوښتنه کړې ده چې د يو شان پيښې په اړه په مختلفو ښارونو کښې ايف آئي آر څنګه کيدے شي؟

وکيل شيخ رشيد وويل دريم مقدمه په مري کې درج شوې ده، عدالت پوښتنه وکړه چې په دغو دريوؤ کيسونو کې نيول شوي دي؟ د شیخ رشید وکیل ویلي چې یوازې په یوه قضیه کې نیول شوی دی.

جسټس طارق محمود وويل قانون وايي کله چې په يو مقدمه کې نيول کيږي نو په پاتې نورو کې هم نيول کيږي.

وکيل شيخ رشيد وويل چې شيخ رشيد شپږ ساعته په نامعلوم ځاي کې په کرسۍ تړل شوى ؤ چې په ترڅ کې يې سياسي پوښتنې هم شوي اؤ تشدد هم شوى دى.

جسټس طارق محمود جهانګيري وويل نه پوهيږم چې دا لړۍ به چرته ودريږي، تاسو د اطلاعاتو د سيکرټري ايم ډي ټي وي په ضد د ترهګرۍ مقدمې درج کړې وې، اوس ستاسو په ضد هم همدغه کار روان دى، که تاسو يې واخستل نو څه به کيږي؟

د مقدمې نوره اورېدنه د فرورۍ تر نهمې نېټې پورې وځنډول شوه.

Leave a reply