د بلوچستان په ریکوډک سیمه کې د کانونو د استخراج لپاره صوبايي حکومت ته د درې میلیونه (۳) میلیونه ډالرو لومړنۍ پیسې ورکړل شوې دي.
باغی ټی وی رپورټ
د بلوچستان په ریکوډک سیمه کې د کانونو د استخراج لپاره صوبايي حکومت ته د درې میلیونه (۳) میلیونه ډالرو لومړنۍ پیسې ورکړل شوې دي.
د بلوچستان په ریکوډک سیمه کې د کانونو د استخراج لپاره د حکومت او کاناډايي کمپنۍ باریک ګولډ کارپوریشن تر منځ د شوې هوکړې له مخې صوبايي حکومت ته د درې میلیونه ډالرو لومړۍ پیسې ورکړل شوې دي.
په دې اړه د وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو وينا وه چې صوبې ته به په کال 2028 کې د ريکوډېک نه پراډکشن شروع کيدو سره د کال 300 اربه روپۍ ترلاسه کيږي.
بارک گولډ د ریکوډک پروژې لپاره د شراکت نوي چوکاټ لاندې د بلوچستان حکومت ته 3 ملیون ډالر ورکړي دي.
دا رقم په پاکستانۍ کرنسۍ کې له ۷۰ تر ۷۵ کروړه روپۍ دی، چې په دې پیسو سره به د بلوچستان په چاغی ولسوالۍ کې چې ریکوډک موقعیت لري د څښاک اوبه او نور پرمختیايي کارونه ترسره شي.