د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په یوه مهم سفر بریتانیا ته رسېدلی

0
259

باغی ټی وی رپورټ
لندن: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په یوه مهم سفر بریتانیا ته رسېدلی.

جنرال عاصم منیر به له برتانوي چارواکو سره د امنیتي او ستراتیژیکو مسایلو په اړه خبرې وکړي، جنرال عاصم منیر ته د دفاع وزارت له خوا بریتانیا ته د سفر بلنه ورکړل شوې ده.

سرچينو جيو نيوز ته وئيلي دي چې دجنرال عاصم منير برطانيې ته دوره به پينځه ورځې روانه وي، دا دپوځ سرلښکر ټاکلو وروستو برطانيې ته دجنرال عاصم منير لمړى سفر دى.

جنرال عاصم منير به د برطانيې پينځمه پاک اسټيبلائزيشن کانفرنس ته خطاب کوي، د پاک اسټيبلائزيشن کانفرنس به د فرورۍ له 5مې نيټې نه تر 8مې نيټې پورې په ولټن پارک کې کيږي، د کانفرنس موضوع په جنوبي ايشيا کښې د سيمه ايز ثبات، جيو پوليټيک او نورو چيلنجونو واپسي ده، د پوځ مشر سر پیټریک سنډرز به وي.

Leave a reply