لنډی کوتل کښې هم د فبرورۍ 5 مه د کشمیر د پیوستون ورځې په توګه ونمانځل شوه

0
89

باغی ټی وی رپورټ
د ضلعي انتظامیې تر سرپرستۍ لاندې د لنډي کوتل تحصیل کمپاؤنډ کښې د کشمیریانو سره د یووالي ورځ و نمانځل شوه.

اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل ارشاد علي مهمند ،ايډيشنل اسسټنټ کمشنر رميز علي شاه د کشمير يووالي ورځ په دستوره کښې ګډون وکړو.
تحصیلدار زیب الله آفریدی. سب انسپکټر ،امجد شینواري ایڈیشنل ایس ایچ او عظمت ولي شینواري، د سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي جعفر شينواری، د اهل سنت والجماعت د عالي تنظيم ناظم حاجي حکيم خان شينواری، ناظم حاجي نورحبيب شينواری، مولانا محمد حسین هم په دې دستوره کښې ګډون وکړو.

د بلدیاتی نمائندګانو نه علاوه نورو مشرانو او تاجرانو هم په ګنړ شمیر کښې ګډون اوکړو.
د غونډې ګډونوالو اوویل چې په دې سخت وخت کښې به د کشمیر د مسلمانانو او ولس سره څنګ په څنګ ولاړ وی او مبارزه به یې د آزادی تر ورځې پورې دوام لری.
د تحصيل کمپاونډ جامعه جومات کښې د کشمير مسلمانانو لپاره د قرآن پاک تلاوت او د دعا دستوره هم وشوه۔
د لمانځه په پای کې د کشمیر د مسلمانانو او پاکستان د امنیت او د سیمې د سولې لپاره ځانګړې دعا وشوه.

Leave a reply