نن په ټول ملک کښې د کشمير د يووالي ورځ په ملي عزم او جذبې سره نمانځلې کيږي

باغی ټی وی رپورټ
نن په ټول ملک کښې د کشمير د يووالي ورځ په ملي عزم او جذبې سره نمانځلې کيږي، نن به د کشمير او پاکستان سره د يووالي څرګندولو لپاره په ټولو سړکونو د انساني لاسونو زنجير جوړيږي او د سهار لس بجې به يو سائرن غږول کيږي او یوه دقیقه به خاموش به وی.

د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ خاصه غونډه به نن كېږي په كوم كښې به چې وزيراعظم شهباز شريف د كشمير اسمبلۍ ته خطاب كوي۔

د كشمير د يووالي ورځې په مناسبت خپل ځانګړي پيغام كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هند له 75 كالو راهسې په كشمير ناقانونه قبضه كړې او دا د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔

په خپل پېغام كښې ده ووئيل د كشميريانو سره ولاړ دے او په نړيوالو فورمونو به د هند د وحشیانه اقداماتو څرګندولو ته دوام وركوي۔

د کشمیر د پیوستون په ورځ د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري د کشمیریانو مبارزې ته سلامي وکړه.

په خپل يو بيان كښې بلاول بهټو د كشميري اولس اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ ته د دوام وركولو عزم څرګند كړو او وئيلي ئې دي چې تر څو چې كشميريان د هند د ظلمونو قرباني وي پاكستان به له چين سره نه كېني۔

په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هند په خپله خاوره كشميريان په اقليت بدلولو هڅې كوي، هند دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سرغړونې بندې كړي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载