د پوليس ترمخه د پخواني اسمبلۍ غړي فواد چوهدري په ميډيکل رپورټ کښې څرګنده شوې ده چې فواد چوهدري د ګرفتارۍ په وخت نشه وو

0
187

باغي ټی وی رپورټ

اسلام اباد: پوليسو د پاکستان د تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري طبي راپور ترلاسه کړ.

د پوليس ترمخه د پخواني اسمبلۍ غړي فواد چوهدري په ميډيکل رپورټ کښې څرګنده شوې ده چې فواد چوهدري د ګرفتارۍ په وخت نشه وو.

پوليس د فواد چوهدري ميډيکل رپورټ ترلاسه کولو نه پس نور کاروائي کړي او مقدمه ئي درج کړي ده۔

ياده دي وي چي فواد چوهدري خلاف د اسلام آباد په کوهسار پوليس سټيشن کښي د اليکشن کميشن د سيکرټري په شکايت مقدمه درج کړے شوي وه چي پکښي د اليکشن کميشن چارواکو ته د ډارولو تورونه لګول شوي وو۔

وروسته عدالت د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د فواد چوهدري ضمانت منظور کړ.

Leave a reply