د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د افغانستان پر موضوع خبرو لپاره پاکستان ته ځي

0
182

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله «وینډي شرمن» سبا د افغانستان پر موضوع د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.

 

 

 

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې پاکستاني چارواکي د شرمن دې سفر ته خوښ برېښي او تمه لري چې په دې سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اړخ ښي لور ته وڅرخېږي.

 

بل لور ته امریکایي چارواکو بیا ویلي چې پاکستان ته د شرمن د سفر موخه د طالبانو په رسمیت پېژندل، پر افغانستان د نړیوالو بندیزونه، افغانستان ته لاسرسی او د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پر لارو چارو خبرې اترې دي.

 

شرمن وروسته تر هغه پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان اړیکې له تېرې یوې میاشتې راهیسې خړې پړې شوي او ویل کیدل چې ښایي امریکا په پاکستان یو شمېر بندیزونه ولګوي

Leave a reply