په سوشل میډیا فعالانو پوښتنې راولاړې کړي چې د افغانستان حکومت هم باید په پیښور برید کښې د قران شهید کیدل او سوځیدل په کلکو ټکو کښې وغندي

0
354

باغي ټي وي رپورټ

سوېډن کې د قران سوځونې پر ضد لاریونونه وشول، په مسلمانه نړۍ کښې هم د قرآن پاک د سوځولو او د قران پاک سپکاوي په ضد کښې احتجاجونه وشول .
په سوشل میډیا فعالانو داسې پوښتنې را ولاړې کړي چې د TTP خوارجو لخوا د ۲۰۰ قران پاک پر سوځولو باندې چوپتیا د څه لپاره؟
د پاکستان د سوشل میډیا سلګونو کارونکو پېښور کې د جنورۍ په 30 مه نېټه د پولیسو پر جومات د ټي ټي پي ترهګرۍ ډلې لخوا د شوي خونړي برید په غبرګون کې ټویټونه کوي او پوښتنه کوي چې په سوېډن کې د قران سوځونې پر ضد لاریونونه کېږي خو په پېښور کې د خوراجو لخوا د 200 قران شریف سپیځلي او پاک کتابونو په سوځولو او د سلو لمونځ کوونکو شهادت باندې چوپتیا د څه لپاره ده.

یوه پاکستانی سوشل ورکر په خپل ټویټر لیکلي: زما غوښتنه د ا.ا. له مشرانو دا ده چې په سويډن کې د قرآن سوځونې پر ضد لاريون کیږي، بايد په پېښور کې د خوارجو له خوا د قرآن سوځولو په اړه هم کلک غبرګون وښودل شي. ښه به دا وي چې د دغو ټي ټي پي خوارجو پر ضد هر څه ژر اقدام وشي تر څو د ا.ا.ا د بدنامولو هڅه ناکامه شي

د پشتون ولي په نوم یو بل پاکستاني بیا لیکلي: دنیا میں کسی جگہ نعوذ بللہ قرآن جلایا جاتا ہے جیسے حالیہ دنوں میں سویڈن میں ہوا تب تو دین کے علمبردار اس پر احتجاج کرنے نکل آتے ہیں لیکن پشاور میں ان خوارجیوں کی بدولت ۲۰۰ قرآن شہید کیے گئے۔ لیکن خاموشی برقرار ہے۔۔۔۔ کیا یہ شرمناک نہیں ہے؟ کیا کوئی احتجاج کو نکلے گا؟
ددې پاکستان د ټویټ معنی په دې ډول ده چې په سویډن کښې د قران د سپکاوي په ضد خلک راوځي او احتجاجونه کوي خو په پیښور کښې تر
۲۰۰ قرآن پاک شهیدان شول خو اولس خاموش دې، ایا دا د شرم وړ نه ده؟ ایا څوک به مظاهرې ته ولاړ شي؟

د حسن خان په نوم یو بل پاکستاني شوشل ورکر بیا لیکلي: ‏پېښور کې 200 نه زيات قرانونه شهيدان شول. نړي کې چې د قران بې حرمتي وشي نو هغه غندل کیږي نن د افغانستان مسلمان ولس او مشرانو ته هم پکار دي چې د 200 قرانونو د بې حرمتي او سوځیدلو د غندلو لپاره لاریونونه وکړي.
دا خبره د یادونې ده چې کله نه چې په پیښور کښې ځانمرګي برید شوې نو په سوشل میډیا د سوشل میډیا فعالان داسې پوښتنې را ولاړوي چې په دې برید کښې قران پاک شهید شو او باید افغان حکومت ا.ا ددې برید غندنه وکړي.

Leave a reply