د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد له اسلام اباد څخه کراچۍ ته د هغه د لېږد د مخنيوي لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړه

0
119

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد له اسلام اباد څخه کراچۍ ته د هغه د لېږد د مخنيوي لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړه.

پخواني وزير شېخ رشيد د اسلام آباد نه کراچۍ ته د خپل منتقلي د مخنيوي لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے وو چې پکښې د داخله سيکرټري ترڅنګ د اسلام آباد، سنده او پنجاب آئي جيز هم اړخونه لګولې شوي دي۔

د خپل وکيل سردار عبدالرازق خان لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې شيخ رشيد د کراچۍ او مري په کيسونو کښې د حوالې بندولو غوښتنه کړې ده۔

دلیل دی چې عمران خان په آصف زرداري د قتل تور لګولی کوم چې ما حواله کړی دی، مدعی په مقدمو کې ژوبل شوی اړخ نه دی.

درخواست کې غوښتنه شوې چې د سياسي بيانونو په بنياد دې نور مقدمې ودرول شي او د ابپاره، مري او کراچۍ مقدمې دې غيرقانوني او کالعدم اعلان کړل شي.

درخواست کې دا هم وئيل شوي چې د کراچۍ مقدمه دې ماورائے عدالت اعلان کړل شي او يا دې اسلام اباد ته منتقل کړل شي او د مقدمې تر حتمي فيصلې پورې دې کراچۍ ته د منتقلۍ مخه ونيول شي.

Leave a reply