د عوامي مسلم ليګ مشر او د پخواني وفاقي وزير شيخ رشيد وراره شيخ رشيد شفيق ادعا کړې ده چې شيخ رشيد د اسلام اباد په هيڅ پوليس سټيشن کې موجود نه دی

0
165

باغی ټی وی رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د پخواني وفاقي وزير شيخ رشيد وراره شيخ رشيد شفيق ادعا کړې ده چې شيخ رشيد د اسلام اباد په هيڅ پوليس سټيشن کې موجود نه دی.

ميډيا سره خبرو کښې شيخ رشيد شفيق اوويل چې شيخ رشيد د ابپاره پوليس سټيشن کښې دے نه د پوليس سټيشن سيکرټريټ کښې، شيخ رشيد دا مهال د اسلام آباد په هيڅ پوليس سټيشن کښې موجود نه دې۔

هغه وويل چې دشيخ رشيد سره تيره ورځ زمونږ دپوليسو سټيشن سيکرټريټ کې ليدنه شوې وه چې تر ليدنې وروستو شيخ رشيد په گاډي کې ځائي ته ليږدول شوى ؤ.

هغه زیاته کړه چې شیخ رشید ورته ویلي چې سترګې یې پټې کړې شوې، دا مهال د کراچۍ پولیس هم په اسلام اباد کې موجود دي.

راشد شفيق وويل چې شيخ رشيد ته يې پېغام لېږلی چې هغه د وژلو لپاره کراچۍ ته لېږل کېږي، شيخ رشيد ويلي چې که ماته څه کېږي نو د شهباز شريف، اصف زرداري، بلاول بهټو او رانا ثناءالله په ضد دې ايف آئي آر درج شي.

ياده دي وي چي شيخ رشيد به نن د دوه ورځو جسماني ريمانډ ختميدو نه پس عدالت ته وړاندي کيږي۔

پرون د مری او کراچۍ د پولیسو چارواکي هم د شیخ رشید د نیولو لپاره اسلام اباد ته رسېدلي وو، خو د اسلام اباد پولیسو ورته ویلي وو چې د محکمې له اجازې وروسته د شیخ رشید د نیولو اجازه ورکولای شي.

Leave a reply