قمر زمان کائره وئيلي دي چې دپيپلز پارټۍ په قيادت دترهگرو سره تعلق لرلو په اړه تور لګولو په ځواب کښې دشيخ رشيد سره سره د عمران خان په ضد هم بايد کارروائي وشي
باغی ټی وی رپورټ
قمر زمان کائره وئيلي دي چې دپيپلز پارټۍ په قيادت دترهگرو سره تعلق لرلو په اړه تور لګولو په ځواب کښې دشيخ رشيد سره سره د عمران خان په ضد هم بايد کارروائي وشي.
د جيو نيوز په پروګرام “نن له شاهزيب خانزاده سره” کې د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر قمر زمان کائره وويل چې د عمران خان په دوره کې مونږ د هر ډول اختلافاتو باوجود د ترهګرۍ ضد غونډې جوړې کړې وې، چې ما پکې ګډون کوې وو، خان هم باید راغلی وای.
هغه وويل په سياست کې مخالفت وي نفرت نه، عمران د مخالفت او نفرت فرق هير کړى دى.