په وفاقی حکومت باندې د خیبر پښتونخوا صوبې 230 اربه روپې واجب الادا دي: اسد قیصر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر اپیکس کمېټۍ ته د وزیراعظم شهباز شریف وینا وغندله.
د پي ټي آئي مشر اسد قيصر وئيلي دي چي درآمدي حکومت د خېبرپښتونخوا فنډونه بند کړي دي،هغوی اوویل چې په وفاقی حکومت باندې د خیبر پښتونخوا صوبې 230 اربه روپې واجب الادا دي.
هغه وویل چې د وارداتي حکومت چلند د فاشیزم پر بنسټ دی، د مخالفینو د ځپلو هڅې روانې دي.