د دوه اړخیز تجارت په اړه پاکستان او افغانستان ترمینځ مهم پرمختګ شوې دې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه ګوني مالیاتو د مخنیوي تړون لاسلیک شوی دی
باغي ټي وي رپورټ
د عوایدو فدرالي بورډ (ایف بي آر) وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه ګوني مالیاتو د مخنیوي تړون لاسلیک شوی دی.
د ایف بي آر لخوا په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې د افغان عوایدو د قانوني خدماتو مشر او د پاکستان د نړیوالو مالیاتو د عملیاتي مشر په مشرۍ پلاوي په دې خبرو کې چې د عوایدو د فدرالي بورډ په مرکزي دفتر کې ترسره شوه ګډون وکړ.
د اعلامیې له مخې، د خبرو اترو په درېیم پړاو کې د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ پر یوې اجماع شوې طرحې موافقه شوې ده.
د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد وئيلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمېنځه د دوه ګوني ټېکس نه اخستلو معاهده به د دواړو ملکونو اقتصادي تعلقات مضبوط کړي۔