د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په ضد د بدې ژبې کارولو په تور د پخواني وفاقي وزير داخله شېخ رشيد خلاف کراچۍ کښې مقدمه درج کړې شوې ده

0
162

باغی ټی وی رپورټ

د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په ضد د بدې ژبې کارولو په تور د پخواني وفاقي وزير داخله شېخ رشيد خلاف کراچۍ کښې مقدمه درج کړې شوې ده.

د پولیس وینا ده چې د شیخ رشید خلاف د کراچۍ په موچکو پولیس سټیشن کې مقدمه درج شوې ده، د شیخ رشید خلاف مقدمه درج کولو وروستو ایف آئی آر سیل کړی شوی دی.

د شيخ رشيد په ضد درج شوي مقدمې کښې وئيلي شوي دي چې شيخ رشيد پولي کلينک هسپتال بهر ميډيا سره خبرو کښې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري پرضد بده ژبه استعمال کړې وه چې له وجې ئي د خلقو غصه راوپاروله۔

د شیخ رشید د نیولو لپاره د کراچۍ د پولیسو یوه ډله اسلام اباد ته رسېدلې ده، د شیخ رشید نیولو لپاره د موچکو پولیس سټیشن ایس ایچ او او ایس ډی پی او اسلام اباد ته رسېدلي دي.

پولیس سرچینې وايي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید به نن کراچۍ ته لېږدول کېږي.

ياده دې وي چې د اسلام اباد پوليسو شېخ رشيد د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پرضد د تورونو لګولو په تور نيولى او تېره ورځ محکمې شيخ رشيد په دوه ورځني جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلى و.

Leave a reply