وفاقي حکومت د ټېکس په غلا، کرپشن او مالي درغليو کښې د ککړو کسانو پرضد د کاروائي کولو فيصله کړې ده

0
83

باغی ټی وی رپورټ
وفاقي حکومت د ټېکس په غلا، کرپشن او مالي درغليو کښې د ککړو کسانو پرضد د کاروائي کولو فيصله کړې ده۔

دسرچينو ترمخه وفاقي کابينې په دې لړ کې دقانون دوزارت د سمري منظوري ورکړې اؤ دبنامي ايکټ 2017ء فعاله کړې ده.

سرچينې وائي وفاقي حکومت داسلام اباد پشمول دڅلورو صوبو دلويې عدالتونو همکاري ترلاسه کړې ده اؤ فيصله شوې ده چې عدالتونو ته دبېنامي ايکټ لاندې مقدمې اورولو لپاره ځانگړي اختيارات ورکړل شي.

سرچينه وايي، د قانون وزارت د ځانګړو محکمو لپاره د سترې محکمې د رييس له لوري استجواب کړى، چې د سترې محکمې له خوا نومول شويو استازو ته ځانګړي واکونه ورکړل شوي دي.

Leave a reply