د پي ټي آئي چيرمين عمران خان به د وزيراعظم لخوا رابللې شوي آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون نه کوي

0
196

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: د پي ټي آئي چيرمين عمران خان به د وزيراعظم لخوا رابللې شوي آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون نه کوي۔

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې د تحريک انصاف جنرل سيکرټري اسد عمر اے پي سي کښې د عمران خان د نه ګډون تصديق کړے دے۔

ده ووئيل چې د حكومت وسائل د لوټمارۍ په لور روان دي، د غدارۍ مقدمې درج كولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې كېږي، كه زمونږ خلاف مقدمې درج كړې شي نو مونږ به څنګه ورسره كېنو؟

اسد عمر وويل حکومت په قصدي ډول دانتخاباتو په اړه ګډوډي پيدا کوي، گورنر دټاکنو نيټه ورکولو ته تيار نۀ دى، دملک ٢٢ کروړه خلک به هيچا ته اجازه ورنکړي چې دخپل حق څخه محرومه شي، ټولټاکنې به ترسره کيږي. د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي. پریکړه به وشي.

Leave a reply