د پي ټي آئي چيرمين عمران خان ضمني انتخاباتو کښې د ګډون نه کولو فيصله کړې ده

0
197

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان ضمني انتخاباتو کښې د ګډون نه کولو فيصله کړې ده۔

دسرچينو ترمخه په ضمني انتخاباتو کې به دتحريک انصاف پخواني غړي قومي اسمبلۍ برخه اخلي.

سرچينې وايي، عمران خان لارښوونه کړې چې پخواني غړي دې په خپلو حوزو کې انتخاباتي کمپاين پيل کړي.

سرچينې وائي چې دتحريک انصاف چيئرمين عمران خان موجوده صورتحال ته په پام سره دغه فيصله بدله کړې ده.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن د مارچ په 16مه نيټه په 33 ضمني حوزو کښې د انتخاباتو شيډول جاري کړے دے۔

عمران خان هم تيره ورځ د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 193 نه د نامزدګۍ کاغذونه واپس کړي وو۔

Leave a reply