پاکستان ډاډ ورکړی چې د کشمیریانو ملاتړ ته به دوام ورکوي

0
71

پاکستان ډاډ ورکړی چې د کشمیریانو ملاتړ ته به دوام ورکوي

 

د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شريف” پرون پنجشنبه ویلي، دي چې پاکستان به د هند له خوا د اشغال شوي “جمو او کشمير د خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. کوم چې د 2019م کال کې د هندي حکومت د ظالمانه اقداماتو له امله مظلومان شوي دي.

 

(2023 / 2 / 3    نېټه باغي ټلویزیون)

راپور 

د فبرورۍ په پنځمه د کشمیر د پیوستون د ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال، د پاکستان لومړي وزیر وویل، د پاکستان خلک به تر هغه غلي پاتې نه شي چې د کشمیر شخړه د قانوني لارو حل نه شي.

ښاغلي شریف ټولو اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د کشمیر د پیوستون د ورځې د چمتووالي په اړه په ګډه کار وکړي او د هند د حکومت په لاسونو کې د کشمیر د خلکو د مظلومیت غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.

نوموړي د ګلګت بلتستان- جمو او کشمیر وفاقي وزارتونو او لومړیو وزیرانو ته د خپلو تیاریو په اړه مالومات ورکړل چې پکې به په ټول ملک کې د کشمیریانو څخه د ملاتړ له پاره د لاریونونو، تصویري نمائشونو، مناظرو مقابلو او نورې ورته غونډې شاملې وي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل: “د دې هدف د کشمیر د خلکو مسله د پام وړ روښانه کول دي ترڅو نړیواله ټولنه د هند تر اشغال لاندې د کشمیریانو په وضعیت پوه شي ځکه دوی په تدریجي ډول له نورې نړۍ څخه جلا کیږي.”

د غونډې ګډونوالو ته د وینا پر مهال لومړي وزیر وویل چې هند له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې په جمو او کشمیر غیر قانوني قبضه کړې او په دې وروستیو یې په مظلومو کشمیریانو تشدد زیات کړی دی.

هغه د کشمیریانو د غږ د پورته کولو په توګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک او حکومت به د کشمیر د لانجې د جامع حل موندلو لپاره هر څه وکړي.

اړوند موضوعات:

http://کشمیر

د ویلو ده چې د جنوبي اسیا د د دغو دواړو اټومي قدرتونو پاکستان او هند تر منځ دښمني د هند له خوا د جمو او کشمیر د ناقانونه نیواک پورې اړه لري. چې له امله یې په ۱۹۴۷م کال کې د هند او پاکستان د جلا کیدو راهیسې، دواړو هیوادونو د پولو په اوږدو کې دوه سترې جګړې هم کړې دي او ورسره وخت نا وخت کوچنی جګړې هم رامنځته کیږي چې په پایله کې یې له دواړو اړخونو سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

 

 

Leave a reply