ا.ا. د اسماعیل مشعل د نیول کېدلو خبر تائید کړی دی

حماد لیکلي: “ماسټر اسماعیل په هوښیارۍ سره د نظام پر ضد کار کوي.” د يادونې وړ ده، چې د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل وروسته له هغې چې ا.ا. پر نجونو د زده کړو بنديز ولګاوه، په يوه تلويزيوني پروګرام کې يې خپل علمي اسناد وڅیرل او له استادۍ يې استعفا وکړه.
د نیول کیدو نه یوه ورځ وړاندې هغه خپل کتابونه د کراچۍ په مرسته د ښار په څنډه کې خلکو ته د ډالۍ په توګه ورکول.
(2023 / 2 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ا.ا. د اسماعیل مشعل د نیول کېدو د خبر تر تایید وروسته ویلي چې هغه د رژیم پر ضد کار کاوه. د رسنیو د خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اسماعیل مشعل له څه مودې راهیسې د دولت ضد فعالیتونو کې لاس لري او د خلکو ذهنونه یې مغشوش کړي دي.
حماد لیکلي: “ماسټر اسماعیل په هوښیارۍ سره د نظام پر ضد کار کوي.” د يادونې وړ ده، چې د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل وروسته له هغې چې ا.ا. پر نجونو د زده کړو بنديز ولګاوه، په يوه تلويزيوني پروګرام کې يې خپل علمي اسناد وڅیرل او له استادۍ يې استعفا وکړه.
اړوند موضوعات:
وزیر تحصیلات عالی: عدم رعایت دستورات شرعی باعث تعلیق پوهنتونها برای دختران شد.