په لاهور هائي کورټ کې د پنجاب د انتخاباتو د نېټې ورکولو د مقدمې د اورېدنې په مهال عدالت د اليکشن کميشن وکيل سره د خبرو پر مهال وويل چې ګورنر پرېږدي او د انتخاباتو نېټه دې ورکړي

0
82

باغی ټی وی رپورټ
په لاهور هائي کورټ کې د پنجاب د انتخاباتو د نېټې ورکولو د مقدمې د اورېدنې په مهال عدالت د اليکشن کميشن وکيل سره د خبرو پر مهال وويل چې ګورنر پرېږدي او د انتخاباتو نېټه دې ورکړي.

د لاهور هائي کورټ جسټس جواد حسن په پنجاب کښې د انتخاباتو د نېټې ورکولو لپاره د تحريک انصاف د مشر اسد عمر د درخواست اورېدنه وکړه.

عدالت د الیکشن کمیشن له وکیل نه پوښتنه وکړه چې انتخابات به کله کیږي؟ په دې اړه د اليکشن کميشن وکيل وويل مونږ د انتخاباتو ترسره کولو ته تيار يو، پرون په دې لړ کښې ډيرې ګډوډۍ موجودې وې، والي د اليکشن کميشن خط ته جواب ورکړے دے، والي ليکلي دي چې د انتخاباتو کميشن دې له ټولو سره مشوره وکړي. برخه اخیستونکي

جسټس جواد حسن ریمارکس ورکړی چې اساسي قانون په ۹۰ ورځو کې دانتخاباتو دترسره کولو خبره کوي.

د وفاقي حکومت وکيل وويل د ۹۰ ورځو پوره کېدو ته لا هم کافي وخت پاتې دی، په دې اړه جسټس جواد حسن وويل، تاسو بايد نېټه ورکړئ چې ټاکنې به کله کېږي، موږ په دې خبرې کوو چې په اساسي قانون کې څه ليکل شوي دي.

د وفاقي حکومت وکيل وويل څوک نه وايي چې انتخابات به نه کيږي.

محکمې د ټاکنو کمېسیون وکیل ته د خبرو پر مهال وویل، چې والي پرېږدئ او د ټاکنو نېټه ورکړئ، تاسو ډېر کار کوئ، تاسو باید د ټاکنو نېټه پخپله ورکړئ.

اسد عمر وئيلي دي چې اليکشن کميشن د قامي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو په اړه شيډول جاري کړے دے، ضمني انتخابات به په ټول ملک کښې کيږي، د ضمني انتخاباتو د شيډول جاري کولو په مهال اقتصادي صورتحال په نظر کښې نه وو نيولې شوې۔ ټاکنې

د لاهور هائي کورټ جسټس جواد حسن وويل اسد عمر صاحب نن د اليکشن کميشن نه خوشاله شئ۔

عدالت د اسد عمر نه وپوښتل چې ایا په دې کېس کې دې فل بنچ جوړ کړی شي خو پي ټي ايي د فل بنچ جوړولو نه غوښتنه وکړه.

د پنجاب د ګورنر وکيل هم عدالت ته وړاندې شو او د ځواب وړاندې کولو لپاره يې وخت وغوښت.

عدالت د پنجاب د ګورنر له وکيل پوښتنه وکړه چې څومره وخت پکار دی، چې وکيل ورته وويل اووه ورځې وخت غواړم.

اسد عمر وويل که ځواب لپاره ٧ ورځې نورې هم ورکړل شي نو کافي وخت به تېر شوى وي، د ٧ ورځو ورکولو مطلب دا دى چې د اسمبلۍ تحليل شوى ٢٢ ورځې تېرې شوې وي.

د لاهور هائي کورټ ویلي که تاسو محکمې ته راغلي یاست نو اندیښنه مه کوئ، څلور یا پنځه ورځې وروسته هیڅ نه کیږي.

Leave a reply