په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي دي

0
112

باغی ټی وی رپورټ
راولپنډۍ: په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د شمالي وزیرستان په اسام سیمه کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه دغه ترهه ګر د سکيورټي فورسز په ضد په ترهګرئ کاروائي کښي ککړ وو د دوي قبضي نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د پاکستان فوځ په ملک کښي د ترهه ګرۍ په ضد د صفر برداشت پاليسۍ ته ژمن دي۔

Leave a reply