د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اپکس کميټۍ مهمه غونډه پيښور کښې کیږي

0
154

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اپکس کميټۍ مهمه غونډه پيښور کښې کیږي .

د اپیکس کمېټۍ غونډې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې په پولیس لائن کې یوه غمجنه پېښه شوې ده، دا د اے پی ایس له پېښې وروسته افسوسناکه پېښه ده چې پکې 85 عبادت کوونکي شهیدان شوي دي.

ده ووئيل مونږ بايد حقيقتونه ومنو، ټول ملت په شرمېدو دى، څو كاله وړاندې د ترهه ګرۍ له بشپړې خاتمې وروسته دا پېښه څنګه رامخې ته شوه، ټول ولس په دې سوچ دے چې په راتلونكې كښې به دا شر څنګه قابو كولې شي۔

نوموړي د پېښور پېښې په اړه په سوشل ميډيا بې بنسټه تورونه او نيوکې د افسوس وړ وبللې او ويې ويل چې د پېښور چاودنه د ډرون بريد ډېر نامناسب کار دى.

وزيراعظم وويل وفاق اؤ صوبې بايد په ګډه دترهگرو په ضد جگړه وکړي، ټول سياسي اؤ مذهبي گوندونه بايد خپل اختلافات هير کړي اؤ دترهگرو په ضد مبارزه وکړي.

له دې وړاندې د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې وئيلي وو چې د اپیکس كمېټۍ غونډه به د خېبر پښتونخوا په ګورنر هاؤس كښې كېږي چې پكښې به ټول سټېك هولډرز، پوليس، رينجرز او د حساسو ادارو اعلی افسران ګډون كوي۔

د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې به د ترهګرۍ ضد اقداماتو غور کېږي.
د زرائعو له مخې په غونډه كښې به د جنورۍ په 30مه نېټه د پېښور پوليس لائنز په جومات كښې د ترهه ګرۍ په پېښه غور كولې شي۔د اپیکس كمېټۍ غونډه كښې به د ترهه ګرۍ خاتمې، سي ټي ډي او پوليس اپګريډيشن په اړه هم غور كولې شي۔

تيره ورځ د پي ټي آئي مشر اسد عمر وئيلي وو چي هغه ته د اپيکس کميټي په غونډه کښي د ګډون بلنه ترلاسه شوي ده ولي وئيلي دي چي د اپيکس کميټي اجلاس کښي د ګډون فيصله به عمران خان کوي۔

بل خوا د خيبر پښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک ويلي چې د اپیکس کميټۍ په غونډه کې ورته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

Leave a reply