د ازموینو ملي ادارې رئیس تیره ورځ د کې د ترکيې هېواد د ازموینو ادارې له راغلي پلاوي سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

0
193

د ازموینو ملي ادارې رئیس تیره ورځ د کې د ترکيې هېواد د ازموینو ادارې له راغلي پلاوي سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

2 فبروري 2023

 

د افغانستات اسلامي امارت د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د ترکيې هېواد د ازموینو ادارې له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې، د افغانستان د ازموینو ملي ادارې سره د همکاریو او تخنیکي ملاتړ غوښتونکی شو.

 

د ازموینو ملي ادارې رئیس وویل: « ترکیه په افغانستان کې په بېلابېلو تعلیمي او تحصیلي برخو کې اغېزمنې اکاډمیکې همکارۍ کوي، چې له امله یې د افغانانو په ژوند او تعلیمي برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي.»

 

نوموړي وویل: «د افغانستان د ازموینو ملي اداره اوس مهال د کانکور یو کلاسیک سیستم سره په هېواد کې د سترو ډله ییزو ازموینو مدیریت پر غاړه لري، خو د دې لپاره چې دغه اداره د اوسني عصر سره سم د نړیوالو سیستمونو څخه برخمنه شي، د ترکيې هېواد د ازموینو اداره کولی شي د خپلو نویو تګلارو او تخنیکي همکاریو سره دغه اداره د هر ډول ازموینو اخیستلو لپاره چمتو کړي.»

په ناسته کې د ترکیې د ازموینو ادارې(Ocyme) استازو حلیل سنجیون او عمر اوکیوموس د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ تارېخي اړیکو ته په اشارې سره، د خپل هېواد کانکور ازموینو نویو تخنیکي سیستمونو په اړه مفصل معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به افغانستان ازموینو ملي ادارې سره هر ډول همکاري وکړي.

 

د ترکیې هېواد استازو په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان څخه به د ازموینو ملي ادارې یو تخنیکي پلاوی هغه هېواد ته دعوت کړي او د ترکیې هېواد د ازموینو ادارې د سیستمونو په اړه به ورسره ټول معلومات له نږدې شریک کړي.

 

په ناسته کې هوکړه وشوه، چې د افغانستان ازموینو ملي ادارې سره د همکاریو او نویو سیستمونو د تطبیق په موخه به د دواړو لورو څخه تخنیکي کمېټې ټاکل کیږي او د همکاريو پر عملي پلان به کار کوي.

اړوند موضوعات

د ترکیې هیواد د معارف بنسټ رئیس د افغانستان د پوهنې له وزیر سره کتلي او د خپلو همکاریو په تړاو یې خبرې کړي.

ترکیه د (Ocyme) په نامه د ازموینو یوه قوي اداره لري، چې د پوښتنو د جوړولو لپاره ځانګړې اکاډمي لري او په ترکیه کې د هر ډول ازموینو اخیستلو سربېره شاوخوا شل هېوادنو کې د سکالرشیپونو او نور برخو لپاره ازموینې اخلي.

Leave a reply