نن په کشمیریانو د هند د ظلم ۷۹۳ ورځ ده

0
122

باغي ټي وي رپورټ
نن په مقبوضه کشمیر کښې د هند حکومت د ظلم ۷۹۳ ورځ پوره شوي، په کال ۲۰۱۹ کښې په ۵ اګست د هند حکومت د کشمیر په اړه یو د ظلم او د جبر قانون د هند د پارلیمنټ نه پاس کړو چې ددې په وجه په کشمیري مسلمانانو کښې غم او غصه خپره شوه او دا د کشمیري مسلمانانو سره د ظلم او نا انصافي اوبلله.

د هغه ورځ نه ترنن پورې په مقبوضه کشمیر کښې په ګرځیدو بندیز لګیدلې دې او په مقبوضه کشمیر کښې ۱۲.۵ ملیونه مسلمانان د هند حکومت په کورونو کښې قید کړي دي، ددې سره سره هندي فوځیان او پولیس په کشمیریانو ډیر ظلم او زیاتې هم کوي او چې چرته ګنړه ګوڼه اوګوري نو ډزې پیل کړي چې له وجهې ی ډیر کشمیري وګړي شهیدان شوي هم دي.
یاده دې وی چه کله پاکستان په ۱۴ اګسټ ۱۹۴۷ کښې انګریزانو نه آزاد شو نو د کشمیر مسلمانانو هم فیصله او اعلان کړې وو چې دوی هم غواړي چې د پاکستان سره شامل شی خو هند حکومت کشمیریان خپلې خوښې او آزادۍ ته پرې نه ښودل په کشمیر کښې قبضه وکړه، نن د هند په لکونو فوځیان په مقبوضه کشمیر کښې دي او په دې علاقه کښې په زور او په ظلم قبضه کړې او د کشمیریانو نه ی د آزادۍ حق اخستۍ دي.
په قومي اسمبلۍ کښې دا قرارداد هم منظور شوې دې چې د کشمیریانو د آزادې دې خیال اوساتل شي او دا فیصله دې د کشمیریانو د ووټ ورکولو په ذریعه وشی چې دوی پاکستان سره یا هندوستان سره شاملیدل غواړي خو تر نن پورې هندوستان ظالم حکومت دا فیصله او د ملګری ملتونو قرارداد ته درناوۍ و نه کړو او نن هم په کشمیریانو باندې ظلم کوي.
کشمیریانو د آزادې لپاره خپل ځانونه قربان او شهیدان کړي، تراوسه پورې په لکونو کشمیري مسلمانان د هند د پولیس او فوځ د لاسه ژوند له لاسه ورکړې دي ، په زرګونو تعداد کښې کشمیري زخمیان شوي هم دي.

Leave a reply