شاهین افریدي به سبا د جمعې په ورځ د فبرورۍ په دریمه د پخواني کپتان شاهد اپریدي له لور انشا اپریدي سره واده وکړي
باغی ټی وی رپورټ
شاهین افریدي به سبا د جمعې په ورځ د فبرورۍ په دریمه د پخواني کپتان شاهد اپریدي له لور انشا اپریدي سره واده وکړي.
په دې اړه د کورنۍ سرچینې وايي، چې شاهین افریدي او انشا اوس واده کوي، چې واده به وروسته ترسره شي.
اوس داسې راپورونه مخې ته راغلي، چې د شاهین او انشا د واده چمتووالی پیل شوی، چې له پاره یې شاهین له خپلې کورنۍ سره کراچۍ ته رسېدلی دی.
له بلې خوا د شاهین د واده کارت هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، خو د کورنۍ سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ياده دې وي چې له دې وړاندې جيو نيوز سره په يوه مرکه کې کوربه سهيل وڑائچ د مرکې په ترڅ کې د شاهين د مصروفيت او د شاهد اپريدي له لور سره د اړيکو په اړه پوښتنه کړې وه، چې په ځواب کې شاهين د خداى شکر ادا کړو.