د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د ادعا شوې لور ټیریان د مقدمې اورېدنې لپاره د لوی بنچ جوړولو پرېکړه کړې ده

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د ادعا شوې لور ټیریان د مقدمې اورېدنې لپاره د لوی بنچ جوړولو پرېکړه کړې ده.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د نااهلۍ درخواست اورېدنه د خپلې مبينه لور تيريان نه ښکاره کولو په وجه کړې ده.

چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې دعمران خان اعتراض دا دى چې هغه اوس دپبلک آفس هولډر نۀ دى، هغه دې اليکشن کميشن ته تصديق کړي چې موجوده دريځ څه دى اؤ دالیکشن کميشن څخه دنوټيفيکيشن نوټيفيکيشن وغواړي.
چيف جسټس عامر فاروق وويل درخواست کوونکي د عمران خان د 2018 حلفه چيلنج کړې ده.

اسلام آباد هائي کورټ د تيريان جيډ کيس سماعت لپاره د لوئر بينچ جوړولو فيصله اوکړه۔

ياده دې وي چې تيره ورځ د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د خپلې مبينه لور تيريان په اړه عدالت کښې تحريري جواب جمع کړے وو چې پکښې هغه وئيلي وو چې اسلام آباد هائي کورټ د دې مقدمې د اوريدو اختيار نه لري .

په خپل لیکلي ځواب کې عمران خان دا هم ویلي چې هغه قاضي چې مخکې یې د دې مقدمې له اورېدنې څخه معذرت کړی و، هغه به بیا دا کیس څنګه اوري.

Leave a reply