د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد احمد د الکول معايناتو لپاره نمونې ورکولو څخه انکار کړی دی

0
114

باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد احمد د الکول معايناتو لپاره نمونې ورکولو څخه انکار کړی دی.

دسرچينو له مخې پوليسو شيخ رشيد دالکول معايناتو لپاره پولي کلينيک هسپتال ته راوړى ؤ خو شيخ رشيد دالکول معاينه کولو څخه انکار کړى ؤ.

سرچینې وايي چې شیخ رشید د الکولو معایناتو لپاره د ادرار نمونې له ورکولو انکار کړی و، خو شیخ رشید ډاکټرانو ته اجازه ورکړه چې د الکولو معایناتو لپاره د وینې نمونه واخلي.

د هسپتال ذرائعو ترمخه شيخ رشيد احمد په مکمله توګه هوښيار وو او شيخ رشيد احمد د اي سي جي کولو نه انکار کړے دے۔

سرچينې وايي، په پولي کلينيک روغتون کې د شيخ رشيد احمد نور ټېسټ نه دى شوى.

له دې وړاندې شیخ رشید له نیول کېدو وروسته په خپله وینا کې ویلي و، چې ما هېڅکله نشه يي توکي نه دي څښلي او نه مې شراب څښلي، ژوند مې په خطر کې دی.

Leave a reply