کالعدم تحریک طالبان سره د خبرو لپاره د پاکستان پر حکومت زور نه دی اچولې شوې،دا د هغه وخت فدرالي حکومت پالیسي وه: بیریسټر سیف

0
89

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د خیبر پښتونخوا د حکومت پخوانی ویاند بیرسټر سیف ویلي دي چې افغان طالبانو د تحریک طالبان سره د خبرو لپاره د پاکستان پر حکومت زور نه دی اچولی. د هغه وخت فدرالي حکومت دا پالیسي وه

د خېبرپښتونخوا د حکومت پخوانی ویاند بیرسټر سیف تایید کړه چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې شوې خو د خبرو اترو پایلې ښې نه وې.

هغه وويل، د طالبانو د بيا مېشتېدو لپاره بايد داسې ميکانيزم جوړ شي، چې محکمې هم د روژې او اختر په ورځو کې د کوچنيو جرمونو له امله بنديان خوشې کړي.

نوموړي ومنله چې ځينې طالب بندیان خوشي شوي، یو شمېر یې هم خوشي شوي چې د امریکا پر ضد جنګېدلي دي.

د پي ټي ائي مشر زياته کړه چې په خبرو اترو کې افغان حکومت هم رول درلود، اوس افغان حکومت د خپلو ستونزو له امله رول نه لوبوي.

بيرسټر سيف وويل چې اوس له تحريک طالبان سره د خبرو اترو هيڅ مفهوم نشته او نه هم د خبرو اړتيا شته، اوس جګړه ده.

Leave a reply