د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد تر نيول کېدو وروسته ابپاره پوليسو ته سپارل شوی دې

0
96

باغی ټی وی رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد تر نيول کېدو وروسته ابپاره پوليسو ته سپارل شوی دی.

په دې موقع شیخ رشید وویل دغه خلک کور ته ننوتي دروازې ماتي کړې او ظلم او ستم یې کړی دی.

شیخ رشید ویلي چې دوه سوه وسله وال زما کور ته ننوتلي او زما پر مامورینو یې تشدد کړی، کور یې تالاشي کړی دی.

شیخ رشید احمد زیاته کړې، چې دغه کسان د زینو په لګولو کور ته ننوتل، د کور دروازې یې ماتې کړې او بد چلند یې ورسره وکړ.

شیخ رشید ویلي زه دلته په زوره په موټر کې راوستل شوی یم.

ده ووئيل د ابپاره پوليس سټېشن ايس ايچ او د مسلم ليګ ن لخوا ټاكل شوې او دا ټول كار رانا ثناء الله كوي۔

Leave a reply