د خېبرپښتونخوا د خزانې پخواني وزير تيمور سليم جهګړا وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف ته هغه وخت خيبر پښتونخوا ياديږي کله چې په مړو باندې سياست کول وي.

0
115

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د خزانې پخواني وزير تيمور سليم جهګړا وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف ته هغه وخت خيبر پښتونخوا ياديږي کله چې په مړو باندې سياست کول وي.

ده ووئيل شهباز شريف صوبې ته وركړې شوې 417 اربه روپۍ غلط بيان كړې چې دا پېسې د امنيت لپاره نه بلكې د ترهه ګرۍ له وجې شوې۔

په خپل ویډیويي بیان کې تیمور سلیم جهګړا ویلي چې په لسو کلونو کې ۶۰۰ اربه روپۍ په امنیت لګول شوي دي.ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف اسلام آباد کښې د وفاقي کابينې غونډې ته د وينا په مهال په تيرو لسو کالو کښې وفاقي حکومت ته د ترلاسه شوو پيسو په استعمال سوالونه پورته کړي وو۔

هغه وويل خيبرپښتونخوا ته ٤١٧ اربه روپۍ ورکړل شوي دي، دغه ٤١٧ اربه روپۍ چرته استعمال شوې؟ ویل کېږي چې موږ پیسې نه دي اخیستي، خو دوی هر کال ۴۰ میلیارده ډالر ترلاسه کوي، دا پیسې باید د پولیسو او امنیتي ځواکونو د اصلاح لپاره ولګول شي، خو خدای خبر چې دا پیسې چیرته تللې.

وزيراعظم وويل خېبرپښتونخوا هر کال څلويښت اربه روپۍ ترلاسه کوي بل هيڅ صوبې دومره پيسې نۀ دي ترلاسه کړي، ټولو څلورو صوبو دا پيسې په ګډه ورکړي، څوک نۀ پوهيږي چې دغه پيسې چرته لاړې، خيبرپښتونخوا دتيرو لسو کلونو راهسې دترهگرو په رحم کې پاتې شوې. هلته له تېرو لسو کلونو راهیسې د تحریک انصاف حکومت وو.

Leave a reply