د خېبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) د پېښور د پېښې په ضد په مظاهرو کې د ګډون کوونکو افسرانو خلاف کاروايي کولو څخه منع کړې ده.

0
90

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) د پېښور د پېښې په ضد په مظاهرو کې د ګډون کوونکو افسرانو خلاف کاروايي کولو څخه منع کړې ده.

د خېبرپښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري د ټولو صوبو د پوليسو مشرانو ته يو خط ليکلي او وئيلي دي چې د صوبې په بيلا بيلو ځايونو کې د پيښور د سانحې په ضد د احتجاج کونکو چارواکو په ضد د هر قسمه محکمه کاروائي کولو څخه دې ډډه وشي.

په خپله مراسله کې نوموړي ویلي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل ژوند قرباني کړی، د پولیسو په لیکو کې د چاودنې له امله ژوره خواشیني شوې ده.
نوموړي ليکلي چې د چارشنبې په ورځ هم په يو شمېر ځايونو کې د پوليسو افسرانو احتجاج کړی دی او احتجاج کول د پوليسو د نظم خلاف ورزي ده، خو په احتجاج کې د ګډون کوونکو افسرانو په ضد بايد رياستي کاروائي ونه شي.

بل اړخ ته په پيښور کښي د پوليس افسرانو د ډله ايز استعفي د افواهاتو ردولو سره سي سي پي او پيښور محمد اعجاز خان وئيلي دي چي د افسرانو د استعفي خبرونه بي بنياده دي، نوموړی زیاته کړه چې 1792 پولیس اهلکارو د سي سي پي او دفتر کښي خپلي استعفے هم نه دي جمع کړي۔

Leave a reply