د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) افسرانو ته زیات مراعات ورکولو پریکړه شوې

0
185

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) افسرانو ته زیات مراعات ورکولو پریکړه شوې

دسرچينو ترمخه د ايف بي آر د 17 څخه تر 22 درجو پورې افسرانو لپاره د کامن پول فنډ جوړولو فيصله شوې ده چې پکښې به د پي او ايس فيس، سروس چارجز، گرانټس او منافعو فنډونه په شخصي فلاح خرچ کيږي۔

سرچينې وائي چې افسرانو ته به د هيډکوارټرز سپورټ الاؤنس په نوم 40 زره روپۍ مياشتنۍ الاؤنس ورکول کيږي په داسې حال کې چې هغوي ته به د عارضي استوګنې لپاره د 30 لاکه روپو پورې سامان اخستلو اجازت وي.

دسرچينو ترمخه سينئر افسرانو ته به د مياشتې درې لکه روپۍ د کور کرايه ورکول کيږي او د کور کرايه، د تيلو سبسډي او د ماشومانو د تعليم لپاره سکالرشپ هم ورکول کيږي.

Leave a reply