وزيراعظم شهباز شريف د ايگزيکټيو الاؤنس نه محرومه سرکاري افسرانو ته په بنيادي تنخواه کښي 150 فيصده ايگزيکټيو الاؤنس ورکولو فيصله کړي ده

0
175

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ايگزيکټيو الاؤنس نه محرومه سرکاري افسرانو ته په بنيادي تنخواه کښي 150 فيصده ايگزيکټيو الاؤنس ورکولو فيصله کړي ده۔

وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي سيکرټريټ افسرانو تنخواګانو کښې د غير منصفانه فرق ختمولو فيصله کړي ده۔

وزيراعظم د 17 نه تر 22 ګريډونو پورې د ايگزيکټيو الاؤنس نه محروم افسرانو ته د 2017 د بنيادي تنخواګانو 150 فيصده ايګزيکټيو الاؤنس ورکولو فيصله کړې ده چې د حکومتي چارواکو تنخواګانو کښې غير منصفانه خلا ختمه کړي۔

په دې لړ کې د وزيراعظم دفتر وايي چې د ايگزيکټيو الاؤنس زياتولو فيصله به د جنورۍ له لومړۍ نيټې 2023 څخه نافذ وي.

د لومړي وزیر دفتر وايي، دا پرېکړه یې د لومړي وزیر په لارښوونه د مالیې له وزیر سره تر مشورې وروسته کړې ده.

Leave a reply